د لاسرسي ځای

تازه خبر

زلزلې لوی تاوان د ایران غاړې ته اړولی


په ایران او عراق کې زلزلې خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي
په ایران او عراق کې زلزلې خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي

پراګ ـ د عراق او ایران پولې ته په نږدې سیمو کې ژغورونکې ډلې او ناهېلې کورنۍ تر زورورې زلزلې وروسته د پرېوتو ودانیو په منځ کې د ژوندي پاتې کسانو لټه کوي. زلزلې په دواړو هیوادونو کې تر ۴۰۰ زیات کسان وژلي دي.

د ایران کیرمان شا ولایت زلزلې تر ټولو زیات ځپلی او د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزارت د راپور له مخې دغلته ۴۰۷ کسان وژل شوي او ۶۷۰۰ نور ژوبل شوي دي.

یوه زلزله ځپلې مېرمن
یوه زلزله ځپلې مېرمن

په عراق کې بیا چارواکي خبر ورکوي چې د دوی غاړې ته د زلزلې له کبله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ۵۳۰ نور ژوبل شوي دي. د عراق د کورنیو چارو د وزارت ویاند بریګیډیېر جنرل سعدمان وايي ټوله مرګژوبله په کرد مېشتو سیمو کې رامنځ ته شوې ده.

د زلزلې زور د رېښتر په تله اوه اعشاریه درې ښودل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG