د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاتالانیان دې بېلتوپالي له پارلېمانه لیرې وساتي. راخوی


د سپېن وزیراعظم ماریانو راخوی پر کاتالانیانو غږ وکړ چې راتلونکې میاشت کېدونکیو ټاکنو کې دې له خپل سیمه ییز پارلېمانه بیلتونپالي لیرې وساتي.

نوموړي د اتوار په ورځ په بارسلونا کې د خپل ولسي ګوند انتخاباتي کمپاین پر مهال د برخوالو له "خاموش اکثریته" وغوښتل چې خپل ږغ دې په رای اچولو کې پورته کړي.

راخوی تر هغه وروسته بارسلونا ته په لومړي ځل سفر وکړ چې حکومت یې دوې اونۍ وړاندې شمال ختیځو سیمو ته خپله حکومتداري نېغ په نېغه وغځوله.

تېره میاشت د سیمه ییز حکومت له لوري د خپلواکۍ یواړخیزه اعلان پر سر د سپېن حکومت د کاتالان ګڼ بیلتونپالي مشران ونیول. پر دې مشرانو د خلکو راپارولو، یاغیتوب او د ولسي پیسو په ناسمه توګه د کارولو تورونه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG