د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران پلوي حزب الله لبنان بندیزونو ته مخامخ کړی دی. حریري


د لبنان مستعفي وزيراعظم سعد حريري ويلي چې هېواد يې د ايران پلوه حزب الله ډلې د فعاليتونو له وجې د خليج هېوادونو له بنديزونو سره مخامخ دی.

نوموړي دا خبرې د اتوار په ورځ په سعودي عرب کې له يوه ټېليويژن سره په مرکه کې وکړې.

حريري يوه اونۍ وړاندې په رياض کې استعفا ورکړه او ويې ويل چې په خپل هېواد کې يې ژوند ته خطر دی. نوموړي په پرونۍ مرکه کې ويلي چې استعفا يې د دې لپاره وه چې لبنان ته يو مثبت ټکان په ورکولو سره د ايران مداخلې په اړه خبرداری ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG