د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه او امریکا وايي داعش ته به ماتې ورکوي


سپینې ماڼۍ ویلي و د دواړو ولسمشرانو تر منځ په رسمي توګه لیدل په پلان کې نشته خو بیا هم د نومبر پر ۱۰مه نېټه ټرمپ او پوټین د ماښام د ډوډۍ پر وخت له یو بل سره ستړې مه شې کړې وه.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوټین او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ژمنتيا ښودلې ده چې په شام کې به اسلامي دولت وسله والې ډلې ته ماتې ورکوي.

نن کریملن ویلي دي چې دواړو مشرانو په ویتنام کې د اسیا پیسیفیک هیوادونو د اقتصادي تعاون د سرمشریزې غونډې په پرمحال سره کتلي دي او دا خبره يي په یو شریک بیان کې کړی ده.

سپینې ماڼۍ لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

ولسمشر پوټین تر غونډې وروسته خبریالانو سره په خبرو کې دا مشترکه بیان په غېرمعمولي توګه مهم ګرزولی دی. له دې وړاندی کریملن ویلي و چې د شام په اړه د بیان او دواړو مشرانو د ملاقات په اړه د امریکه د بهرنیوچارو د وزیر ریکس ټیلرسن او د روسیې د بهرنیوچارو د وزیر سرګي لاوروف تر منځ سلا مشوره شوې وه. د مشترکه بیان تر مخه روسیه او امریکا په دې خبره رضا شوي دي چې د شام جګړه له پوځي لارې نه شي هوارېدی.

سره ددې چې سپینې ماڼۍ ویلي وو د دواړو ولسمشرانو تر منځ په رسمي توګه لیدل کتل په پلان کې نشته خو بیا هم د نومبر په لسمه نیټه ټرمپ او پوټین د ماښام د ډوډۍ پر وخت د یو بل سره جوړ په خېر کړی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG