د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان حکومت دې خبریالانو ته تحفظ ورکړي"


د افغانستان د بېلا بېلو سیمو خبریالانو پر حکومت غږ کړی دی چې د دوی پرضد دې د شویو جرمونو قضیې وڅېړي او د مجرمانو د معافیت سلسله دې ختمه کړي.

د پنجشنبې پر ورځ په جنوب ختیځ او ختیځ ولایتونو کې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت ختمولو نړیوالې ورځې په مناسبت یو شمېر غونډې وشوې چې پکې خبریالانو له حکومته غوښتنه وکړه چې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې دې ورته اسانتیاوې برابرې کړي.

د ننګرهار د خبریالانو او لیکوالانو ټولنې یوه مشر رحمت الله زیارمل وویل، په تېره یوه نیمه لسیزه کې حکومت د خبریالانو د خوندیتوب لپاره اقدامات نه دي کړي: کټ

د خوست او ننګرهار چارواکو غونډو ته په ویناو کې ډاډ ورکړ چې نه یوازې به د خبریالانو د خوندیتوب هڅې کوي بلکې موجوده قضیې به هم سمې څېړي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې پکې خبریالان له یو شمېر مشکلاتو سره مخامخ وي او هر کال د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي یو شمېر پېښې ثبتېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG