د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبريالانو نړيوال فدراسيون "IFJ" د افغانستان د ازادو خبريالانو له ټولنې سره يوځاى په افغانستان کې د واټس‌اپ او ټلګرام د خدماتو پر بندېدو اندېښنه څرګنده کړه.

دغې ادارې نن په يوه اعلاميه کې له افغان حکومت څخه د دغه بنديز د ليرې کېدو غوښتنه کړې ده چې خلک وکړاى شي د معلوماتو له ازاد جريان څخه ګټه واخلي.

خو د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وياند، نجيب ننګيال ازادي راډيو ته وويل، دا بنديز موقتي دى.

افغان حکومت تېره اوونۍ د مسېجونو د خدماتو د دغو دوو شبکو د بنديز اعلان وکړ.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG