د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یوکراین ختیځ ته د م.م د سوله ساتو ځواکونو په لېږلو بحث


د یوکراین د ولسمشر دفتر وایي، ولسمشر پیترو پورو شینکو او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټیلرسن د یوکراین ختیځو سیمو ته د ملګرو ملتونو د سوله ساتونکیو عسکرو په لېږلو بحث کړی دی.

په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي دي، دغو دواړو مشرانو لوهانسک او ډونېسک او د دغو سیمو او د روس تر منځ پر پوله د ملګرو ملتونو د نړیوال مشن د پرځای کولو لپاره په همکارۍ خبرې کړي دي.

کیف وایي له دغه ځایه وسله او عسکر داخلیږي. د ۲۰۱۴م کال د اپریل میاشتې راهېسې د یوکراین په مشرقي سیمو کې د حکومتي او د روس ملاتړ لرونکیو بیلتون غوښتونکیو تر منځ په جګړو کې له لسو زرو زیات کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG