د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ وايي امریکا ته دې په کمه ونه کتل شي


د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، د نړۍ هېڅ يو امر يا يو قوم بايد د ده د هېواد طاقت او نړيوال نفوذ ته کم و نه ګوري.

نوموړی دا مهال د اسيايي هېوادونو په سفر دی، چې ټاکل شوې له حکومتي مشرانو او چارواکو سره به يې خبرې تر ډېره د شمالي کوريا پر اټومي لانجې وڅرخي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جاپان پلازمينې ټوکيو ته نږدې په يوه پوځي اډه کې په خپلو خبرو کې وويل، په تېرو وختونو کې د نړۍ بېلا بېلو ديکتاتورانو او رژيمونو امريکا بې ارزښته ګڼلې، چې په خبره یې، دغه کار د هغوی لپاره ښې پايلې نه دي درلودلي.

ولسمشر ټرمپ زياته کړه، دوی به د امريکايانو د حفاظت او د هغوی د ازادۍ ساتلو په چارو کې کله هم وروسته پاتې نه شي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په داسې حال کې اسيايي هېوادونو ته سفر پيل کړی چې امريکايي جنګي الوتکو پر کوريايي ټاپو وزمه پروازونه کړي او داسې اندېښنه شته چې پيانګ يانګ ښايي د خپل يو بل ميزايل ازموينه هم وکړي.

په ليکنه کې د امريکايۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په حواله ويل شوي، د پينټاګون چارواکو خبرداری ورکړی چې د شمالي کوريا اټومي وسلو ته د رسېدو لپاره له دوی سره يوازينۍ لار پر هغه هېواد د ځمکنۍ حملې هغه پاتې شوې ده.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسيا د سفر پيل له جاپان او جنوبي کوريا هېوادونو کړی. دا دواړه هېوادونه د شمالي کوريا د اټومي پروګرام د مخنيوي په لړ کې د امريکا د هڅو کلک ملاتړي دي. هم دا هېوادونه دي چې د شمالي کوريا د اټومي پروګرام لانجې د لا پراخېدو په صورت کې به تر بل هر هېواد زيات اغېزمن شي.

ولسمشر ټرمپ جاپان ته د تګ پر مهال په خپله الوتکه کې خبريالانو ته وويل، امکان دی چې په دې سفر کې د روسيې له ولسمشر ولادمير پوتين سره هم وګوري. نوموړي زياته کړې، دی د شمالي کوريا په معامله کې د پوتين مرستې ته اړتيا لري.

ولسمشر ټرمپ همداراز ويلي، شمالي کوريا د امريکا او د نړۍ د نورو هېوادونو لپاره د يوې لویې مسئلې په توګه مخ ته راغلې او دوی غواړي چې يو حل ورته پيدا کړي.

ټوکيو ته د ولسمشر ټرمپ په رسېدو د جاپان وزيراعظم شېنزو ابی ويلي، حکومت يې هڅه کوي چې له امريکا سره اړيکې نورې هم پراخې کړي.

ټاکل شوې د جاپان تر سفر وروسته ولسمشر ټرمپ جنوبي کوريا او چين ته لاړ شي. ليکنه زياتوي، ولسمشر ټرمپ اسيا ته د خپل سفر له پيل د مخه ويلي وو چې د شمالي کوريا د مسئلې د نه حل په صورت کې به ښايي د چين او جاپان اختلافات نور هم زیات شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG