د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د اسیا د ۱۱ ورځني سفر په پیل کې جاپان ته تللی


د مریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د اسیا د ۱۱ورځني سفر په پیل کې د شنبې پر ورځ جاپان ته تللی دی. دی به جنوبي کوریا، چین، ویتنام او فلپین ته هم ولاړ شي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د جنوب ختیځې اسیا له چارواکو سره د سوداګرۍ پر لاروچارو خبرې وکړي او له نورو سره به د خبرو یوه مهمه موضوع د شمالي کوریا ایټمي لانجه وي.

په ویتنام کې به د امریکا ولسمشر د اسیا پیسفیک د اقتصادي همکارۍ په سرمشریزه کې برخه واخلي.

دې غونډې ته د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین هم ورځي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د جمعې پر ورځ وویل چې ښایي دواړه مشران د دې غونډې ترڅنګ خبرې سره وکړي.

ولسمشر ټرمپ به بیا په فلپین کې د اسیان یا د جنوب ختیځې اسیا د غړیو هېوادو د ټولنې په غونډه کې ګډون وکړي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG