د لاسرسي ځای

تازه خبر

سي ای اې د اسامه بن لادن له کوره وړي اسناد په ډاګه کړل


د امريکا استخبارتي ادارې سي ای اې هغه څلور لکه اویا زره اسناد خپاره کړي چې په ۲۰۱۱ م مېلادي کال کې يې د عملياتو پر مهال چې پکې اسامه بن لادن وژل شوی وو او د هغه له کمپيوټره یې ترلاسه کړي وو.

د پنجشنبې په ورځ خپاره شوي اسناد د هغې لړۍ څلورمه برخه ده چې د امريکا حکومت د ۲۰۱۵م کال د مۍ له مياشتې راهیسې خپرول پیل کړي وو.

سي ای اې وايي، په دې کې د اسامه بن لادن شخصي ډايري، اتلس زره اسناد، شاوخوا ۷۹ زره ږغونه او تصويرونه او تر لس زره زيات ويډيوګانې شاملې دي.

په دې موادو کې د ماشومانو کارټونان، د هاليووډ ځينې فلمونه او خپله د اسامه بن لادن په اړه جوړ شوي دستاويزي فلمونه شامل دي.

سي ای اې وايي، ځینې مواد یې ځکه نه دي په ډاګه کړي چې پکې ځينې ښايې ملي امنيت ته زيان ورسوي، ځينې خالي يا نقل شوي اسناد دي، ځينې لوڅ فلمونه او د ځينو بيا قانوني حقوق خوندي دي.

د سي ای اې مشر مايک پومپيو ويلي چې ددې مواد خپرول امريکايې ولس ته موقع ورکوي چې د ترهګرو سازمانونو په پلانونو او کارکولو په طریقه کار پوه شي.

د القاعده مشر اساه بن لادن په ۲۰۱۱ م مېلادي کال کې د مۍ پر دوهمه نېټه د امريکا ځانګړيو ځواکونو د عملياتو پر مهال د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې وژلی وو.

XS
SM
MD
LG