د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان:د طالبانو نفوذ زیاتیدو په اړه د سیګار راپور ناسم دی


د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي، دوی د سیګار له هغه وروستي راپور سره متفق نه دي چې وايي، په تېرو څو میاشتو کې د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمه پراخه شوې ده.

د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکايي مرستو څارلو دفتر د سېشنبې په ورځ په یو راپور کې وویل چې د اګست په میاشت کې طالبانو د افغانستان د ۴۰۷ ولسوالیو په سلو کې پر ۱۳ برخه کنټرول درلود او یا یې تر اغېز لاندې وې.

د سیګار په وینا شپږ میاشتې مخکې د طالبانو تر نفوذ لاندې دې سیمې اندازه په سلو کې ۱۱ وه.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري مشال راډیو ته وویل، طالبانو په تېرو څو میاشتو نوې سیمه نه ده نیولې بلکې په هلمند او نورو سیمو کې ترې یوشمېر سیمې افغان ځواکونو نیولې دي.

افغان چارواکو تر دې مخکې هم ویلي چې د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتیژۍ تر اعلان وروسته پر طالبانو او نورو وسلوالو هوايي بریدونه زیات شوي، پر هغوی یې فشار زیات کړی دی او هغوی له همدې کبله په ښارونو او ګڼ ميشتو سیمو کې چاودنو او ځانمرګو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG