د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور اېن اې څلور څوکۍ ارباب عامر وګټله


د تحریک انصاف نوماند ارباب عامر ایوب په پېښور کې د قامي اسمبلۍ د څلورمې حلقې ضمني انتخاب ګټلی دی.

انتخاباتي کمېشن ته رسېدلې نارسمي نتیجې ښيي چې تر ایوب وروسته زیاتې رایې د عوامي نیشنل ګوند خوشدل خان تر لاسه کړې دي او د مسلم لیګ (ن) ناصر خان درېیم مقام تر لاسه کړ.

د څلورمې حلقې دا څوکۍ د تحریک انصاف له خوا د قامي اسمبلۍ غړي ګلزار خان تر مړینې وروسته خالي شوې وه چې ورباندې پرون انتخاب وشو.

XS
SM
MD
LG