د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټېلرسن: د شام راتلونکې حکومت کې د اسد لپاره رول نه ویني


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن ویلي، هېواد یې د شام په هېڅ راتلونکي حکومت کې د ولسمشر بشار الاسد لپاره رول نه ویني.

نوموړي د پنجشنبې پر مازیګر په جینیوا کې د شام لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ستیفن دی مېستورا سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل، د اسد د کورنۍ واکمني پای ته په رسېدو ده.

ده وویل، امریکا غواړي داسې متحد شام وویني چې پکې به د بشار الاسد لپاره په حکومت کې ځای نه وي.

ټېلرسن وویل، اصلي ستونزه اوس دا ده چې دا کار به څنګه کېږي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې د شام د راتلونکې په اړه ډېپلوماټیکې هڅې زیاتې شوې دي او د اسلامي دولت ډلې پر ضد د جګړې په میدان کې بریاوې تر لاسه شوې دي.

دي مېستورا په خبرو کې په جینیوا کې د شام د سولې د خبرو د نوي پړاو نېټه اعلان کړه او ویې ویل له تېر کال راهیسې د روانو خبرو اتم پړاو به د نومبر پر ۲۸مه پیل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG