د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین په کیف کې چاودنې دوه تنه وژلي


د اوکراین چاوراکي وايي، په کيف کې په ترهګر بريد کې دوه کسان وژل شوي او دوه ټپیان دي.

په زخميانو کې د پارلېمان غړی موسي چک چې تړاو يې د اپوزيشن له رېډيکل پارټۍ سره دی.

چاودنه د پنجشنبې په ورځ هغه وخت وشو چې کله موسي چک او ملګري یې د ټيليويژن له ودانۍ د وتلو په حال کې ول.

د اوکراين امنيتي ادارې وياندي اوليانا هتليانسکا پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې دا يو مجرمانه عمل دی چې يوې منظمې ترهګرې ډلې کړی او دوی يې پلټنې پیل کړې دي.

د اوکراین بهرنيو چارو وزير ويلي، په وژل شويو کې ۳۰ کلن محافظ او د ځانګرو پوليسو افسر شامل دی او وياندې بيا ويلي چې دويم وژل شوی کس يو لاروی دی.

د موسي چک ګوند دا يوه قاتلانه حمله بللې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG