د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د ولسمشر کنېډي د وژنې په تړاو پټ اسناد په ډاګه کوي


ټاکل شوې ده چې امريکا به د پنجشنبې په ورځ د وژل شوي ولسمشر جان ايف کنېډي د وژنې په تړاو په زرګونو پټ اسناد په ډاګه کړي.

نوموړي په ۱۹۶۳ کال کې وژل شوی وو.

تمع ده چې ملي ارشيف به درې زره هغه اسناد چې بېخي څرګند شوي نه وو او دېرش زره هغه چې پخوا يې ځينې برخې ښکاره کړل شوې وې په ډاګه کړي.

خو کارپوهان فکر کوي چې ښايې په نوو اسنادو کې به نور تفصيل په ډاګه نه شي چې ايالي هاروي اوسوالډ په ۱۹۶۳ م کال د نومبر په ۲۲ مه نېټه په ډلس ټېکساس کې جان ایف کنيډی ولې ووژلی.

کارپوهان فکر کوي چې په ډاګه کېدونکيو اسنادو کې ښايې د سي ای اې او ايف بي ای هغو هڅو ته زياته پاملرنه وي چې مالومه کړي چې په ۱۹۶۳ کال د سپټمبر په مياشت کې هاروي اوسوالډ د مېسکيکو ښار د سفر پر مهال د کيوبا او پخواني شوروي اتحاد له جاسوسانو سره څنګه رابطه کړې وه.

په ۱۹۹۲ کال کې د امريکا کانګرس حکم کړی وو چې د قتل په تړاو ټول اسناد دې په ۲۵ کلونو کې په ډاګه کړل شي.

XS
SM
MD
LG