د لاسرسي ځای

تازه خبر

داعش د شام یوه وړوکي ښار کې ۱۱۶ کسان وژلي


د بشري حقونو فعالین وايي، داعش د شام په یوه مرکزي وړوکي ښار القریه تین کې د خپل کنټرول پر وخت ۱۱۶ کسان وژلي دي.

د شام د بشري حقونو د څار برتانیا مېشته ډله وايي، دا کسان له حکومتي ځواکونو سره د همکاري په تور وژل شوي. د دې ادارې مشر رامي عبدالرحمان د دوشنبې یا ګل پر ورځ وویل، دا وژنې په تېرو ۲۰ ورځو کې شوې دي. د شام حکومتي ځواکونو دا ښار د روانې میاشت پر ۲۰مه له داعش وسله والې ډلې څخه ونیوه. ویل کېږي چې په دې کسانو کې ۸۰ له داعشه د ښار نیولو په اخري دوو ورځو کې وژل شوي. داعش په تېرو دوو کلونو کې د شام او عراق زیاتره سیمې له لاسه ورکړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG