د خیبر پښتونخوا پولیس وايي، په پېښور کې د یو نرښځي مړی موندل شوی چې په بدن یې د تشدد نښې لیدل شوې دي.
د پولیسو یو ځايي مشر ساجد خان رسنیو ته ویلي، د دې نرښځي مړی د خالي په ورځ د ورسک روډ سره نږدې په عاشق اباد سیمه کې موندل شوی دی. نوموړي زیاته کړه، پولیسو تر اوسه د مړي پېژندګلوي نه ده کړې خو د ډي این ای نمونې او د ګوتو نښې یې اخیستې دي.
تر دې وړاندې هم په پاکستان کې په نرښځیانو د تشدد پېښې شوې دي.