د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیګار: ۱۵۲ افغانان په امریکا کې لادرکه شوي


د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړې انسپکټر جنرل وايي په هغو۳۲۰ بهرنيو پوځیانو کې چې له ۲۰۰۵م کال راهیسې په امريکا کې لا درکه شوي دي نیمايي يې افغانان دي.

دا بهرني پوځیان د روزنې او زده کړو لپاره امريکا ته تللي وو.

سیګار د جمعې په ورځ په یو راپور کې وویل تر اوسه ۱۵۲ افغانان چې د پوځي زده کړو لپاره امریکا ته تللي دي، لادرکه دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د جمعې پر ورځ وويل چې دا شمېره ناقابل قبول حد پوري لوړه ده.

راپور وايي، له دې ‌ډلې ۲۷ تنه یا پولیسو نیولي دي او یا يې له امریکا ایستلي دي.

پنځو افغان پوځيانو ادعا کړې ده چې که دوی بېرته افغانستان ته ستانه شي نو په امریکا کې د روزنې له امله به يې ژوند له جدي حطر سره مخ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG