د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ د افغانستان لپاره نوې سټرېټیجي اعلان کړه


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه د خپلې سټرټیجۍ اعلانولو پر مهال وویل په دغه هېواد کې به امریکايي ځواکونه تر بریالي کیدو جنګیږي. نوموړی پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د وسله والو ډلو له مرستو دې لاس واخلي.

ولسمشر ټرمپ تیره شپه له واشنګټن سره نزدې فورټ ماییر پوځي مرکز کې د افغانستان او جنوبي ایشیاء لپاره د امریکايي سټرټیجۍ په هکله وویل ​د افغانستان د جګړې پای ته د رسولو لپاره مهال ويشونه نه ټاکي او همداراز نه غواړي چې هغه هېواد ته د لېږدول کېدونکيو اضافي امريکايي سرتېرو شمېر په ډاګه کړي.

د نوموړي په وینا د امریکا نوې سټرېټیجي به د خپلې خوښې په مهال ویش نه بلکې په ځمکني حالاتو منحصره وي.​

ټاکل شوې وه چې ولسمشر ټرمپ به په همدې وينا کې د افغانستان او جنوبي اسيايي هېوادونو په اړه د خپل حکومت د نوې ستراتېژۍ، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې ورته انتظار وو، مهم ټکي روښانه کړي.

نوموړي وويل، اداره به يې د افغانستان وضيعت ته په کتو هلته پوځي فعاليتونه تنظيم او مخ ته يوسي.

ولسمشر ټرمپ په افغان حکومت هم غږ وکړ چې د ملت جوړونې په لړ کې دې خپلې ذمه واري پوره کړي ځکه چې د امریکا مرستې هم یو حد لري.

ولسمشر ټرمپ خپله وینا کې پاکستان ته خبرداری ورکړ چې په دغه هېواد کې د وسله والو پټن ځایونه او په سیمه کې د وسله والو ډلو ملاتړ یې نور د زغملو وړ نه دی.

ولسمشر همدا راز وویل چې په افغانستان کې له امریکا سره په ملاتړ به پاکستان ډیر څه ترلاسه کړي او د ترهه ګرو ډلو په ساتلو به ډیره څه له لاسه ورکړي. پاکستان په بیا بیا د وسله والو د ملاتړ او په دغه هېواد کې د ترهه ګرو ډلو د پټن ځایونو تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG