د لاسرسي ځای

د افغانستان په اړه څلور اړخيزې غونډې بيا پېليږي


افغان ولسمشر د چينايي وزيراعظم سره: کابل په څلور اړخيزو غونډو کې د بيجينګ شتون مهم بولي

تمه ده چې د اکتوبر په ۱۶ تاريخ د عمان په مسقط کې افغان، چينايي، امريکايي او پاکستاني چارواکي د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړي. څيړونکي ياد څلور هېوادونه د افغانستان مسلې د حل لپاره مهم او ترمنځ يې خبرې ګټورې ګڼي.

د پاکستان، افغانستان، امريکا او چين د څلور اړخيزو غونډو دا لړۍ له نيزدي يو کال راهيسې ځنډیدلې وه. افغان چارواکو دې ناستو کې د امريکا او پاکستان سربېره د چين شتون ځکه مهم بللی چې په وينا يې بيجينګ د اسلام اباد سره ښې اړيکې لري او کولی شي د افغانستان او طالبانو ترمنځ روغې جوړې لپاره پرې فشار واچوي.

په پېښور کې د سياسي چارو پوه، رحيم الله يوسفزی وايي پخوا د دې هېوادونو تر منځ شوو خبرو ډېره نتيجه نه درلوده. د هغه په وېنا اوس بايد دوی پر دې وغږيږي چې ستونزې څه وي او څنګه حلېدلی شي.

د سولې لپار مهمه ده چې پوه شو د پاکستان ملکي حکومت او پوځ يو دريځ لري او کنه؟
ځلاند

نوموړی زياتوي: ((دا څلور هېوادونه بايد پخوانيوو ستونزو ته په پام سره دا ځل اغېزناکې خبرې وکړي او خپلې نيمګړتياوې په ګوته کړي. فکر کوم دوی به پر دې هم وغږيږي چې که طالبان خبرې نه کوي نو آيا پر پاکستان فشار اچول کيدای شي چې د هغوی پر ضد کاروايي وکړي.))

افغان چارواکو په بيا بيا ويلي چې په تېرو وختونو کې د چين او امريکا په شتون کې پاکستان ژمنې کړې وي چې په خپله خاوره مېشتو هغو طالبانو پر ضد به کاروايي وکړي چې خبرو ته نه حاضريږي. خو د دوی په خبره داسې نه دې شوي. اسلام اباد دريځ لري چې د افغانستان امنيت ته ژمن دی.

د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند وايي ټولې خواوې به د يو بل سره د سپينو خبرو په کولو سره په افغانستان کې د جګړې ختمولو پېل لپاره مذاکراتو ته لار هواره کړي. د هغه په وېنا په دې اړه د پاکستاني پوځ دريځ معلومول ځکه ضروري دی چې ملکي حکومت يې ډېر څه نه شي کولی.

د اکتوبر په لومړۍ نېټه د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر باجوه کابل ته ولسمشر اشرف غني سره خبرو لپاره ورغلی و
د اکتوبر په لومړۍ نېټه د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر باجوه کابل ته ولسمشر اشرف غني سره خبرو لپاره ورغلی و

نوموړی زياتوي: ((تر څو چې په پاکستان کې واک د پوځ سره وي او ملکي حکومت يې د لويو پرېکړو کولو اختيار نه لري، تر هغې پورې ناستې او غونډې ډېره ګټه نه لري.))

د پاکستان ملکي حکومت چارواکي ادعا کوي چې دوی او ترهګرۍ پر ضد جنګيدونکی پوځ يې يو شان دريځ لري. د عمان څلور اړخيزه غونډه تر هغې وروسته کيږي چې امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اګست په يوویشتم تاريخ د افغانستان او جنوبي ايشيا لپاره د خپلې ستراتيژۍ د اعلانولو پر مهال پر پاکستان نيوکې وکړي چې وسله والو ته خوندي ځايونه ورکوي. اسلام اباد دا تورونه رد کړې او وايي د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د دوی قربانۍ له پامه غورځول شوې دي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG