د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند په افغانستان کې لسګونه پروژې پیلوي


د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، هند پر ځینو پخوانیو پروژو د تطبیق او د ځینو نویو پروژو د پېلېدو ژمنه کړې ده.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال صبغت الله احمد د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، هندي چارواکو په نوي ډهلي کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره د ۱۱۶پرمختیايي پروژو د تطبیق ژمنه کړې ده.

د ښاغلي احمد په خبره د هند لومړي وزیر له افغان پلاوي سره د اوږد مهاله سیاسي او اقتصادي همکاریو ژمنې بیا تازه کړې.

"تمه ده چې ۱۱۶ پروژې د هند له لوري په افغانستان کې پلي شي که څه هم د ځېنو پروژو چارې له وړاندې پیل شوې وې خو د هند لوري بیا خپلې ژمنې تازه کړې چې تر اوږده مهاله به له افغانستان سره پاتې شي، بحثونه ډېر ښه وه او د دغه سفر پرمهال ښې او قوي ژمنې وشوې."

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د یوه پلاوي په مشرۍ د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د افغانستان او هند د «ستراتیژیک شراکت» د شورا په غونډه کې د ګډون په هدف هند ته تللی و.

په افغانستان کې د هند له لوري بشپړېدونکې پروژې به د زراعت، مالدارۍ، لوړو زده‎کړو او د اوبو لګولو سربیره په بېلابېلو برخو کې تطبیق شي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې هند ته د ښاغلي رباني د سفر پر مهال دغه شان پریکړه وشوه چې د افغانستان ځینې ښارونه به د هند له یو شمېر ښارونو سره د دوستۍ د تړاو په نامه ونومول شي.

په ورته وخت کې هند په پوځي برخه کې هم له افغانستان سره د مرستې ژمنه کړې ده خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه جزئیات نه ورکوي.

له افغانستان سره د هند دا ژمنه په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ستراتیژۍ د اعلان پر مهال له هنده وغوښتل چې په اقتصادي برخه کې په افغانستان کې ډېر رول ولوبوي.

د هند په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې: د افغانستان د ثبات په اړه د هند د هڅو ستاینه کوو.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:45 0:00

له دې ټولو سره-سره د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان بیا په افغانستان کې د هند د اقتصادي رول لا زیاتېدو ته خوشبینه دي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وايي، افغان حکومت باید شته حساسیتونو ته په کتو د هند له مرستو ښه ګټه پورته کړي.

دی وايي:

"په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې د هند مرستې اغېزمنې دي خو که په راتلونکو کلونو کې فکر ورته وکړو موږ متوازن اقتصادي پرمختګ نه‎لرو، متوازن پرمختیايي اقتصاد دې ته وايي چي د سیمې په کچه متوازن مخ ته ولاړ شو."

د ښاغلي تلاش په خبره افغان حکومت باید د دغو پروژو د پلي کېدو برخې ته جدي پام واړوي او دغه شان د قوي ډیپلوماسۍ له مخې ټولو ګاونډیو هېوادونو سره پر متقابل درناوي ولاړې ټینګې اړیکې وپالي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG