د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاک - ترک سکولونو پخوانی مشر له پاکستان واېستل شو


پاکستان د پاک ـ ترک سکولونو پخوانی مشر او د هغه کورنۍ له خپلې خاورې په زوره ویستلي.

دا خبره یو وکیل او د شړل شوي مامور همکارانو تایید کړې ده.

د پاک ترک مکتبونو یو پخواني چارواکي ویلي، ( میسوت ـ کاسماز )، د هغه مېرمن او دوې لوڼې په سپټمبر میاشت کې په لاهور کې تر نیول کېدو وروسته د تېر خالي په ورځ د ترکي حکومت لخوا په استول شوې ځانګړې الوتکه کې له اسلام اباده وویستل شول.

ترکي ادعا کوي چې د پاک ترک مکتبونه د فتح الله ګولین لخوا حمایه کېږي پر چا چې په ۲۰۱۶ م کال کې د ولسمشر رجب طیب اردغان خلاف د ناکامې کودتا کولو تورونه لګول شوی خو په خپله ګولین دغه تورونه رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG