د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: چاودنو څلور پوځيان وژلي دي


نن په کورمه کې پر له پسې دريو چادونو کې څلور پوځيان وژل شوي او درې نور زخمیان دي.

د استخباراتي ادارې يو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط نن مشال راډيو ته وويل چې چاودنې نن سحر په خرلاچي کې د کرشیه پوستې سره نیزدې شوي دي.

لومړۍ ماين چاودنه کې دوه پوځيان وژل شوي او يو زخمي شوی. تر دې وروسته په همغه ځای کې يوه بله چاودنه کې يو بل پوځي ژوبل شو. چارواکي زياته کړه چې د دوو چاودنو وروسته امنيتي سرتيري د پېښې ځای ته ورسيدل چې پې درېمه چاودنه وشوه. په درېمه چاودنه کې د پوځ يو کيپټن په ګډون دوه پوځيان ووژل شول او يو بل زخمي شو.

چارواکي وايي ټولې چاودني د ريموټ کنټرول په واسطه شوي دي. د چاودنو ذمه واري چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG