د لاسرسي ځای

د کونړ چارواکي وايي، په څوکۍ ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په دوو بریدونو کې ۲۰ وسله وال وژل شوي دي.

امنیه قومندان جمعه ګل همت بېګا مشال راډیو ته وویل، په تېر مازیګر شویو بریدونو کې د داعش وسله والې ډلې یو مرکز په نښه شوی دی. خو د سیمې اوسېدونکو او په ولسي جرګه کې د کونړ استازي مولوي شاهزاده شاهد ویلي، وژل شوي ټول ولسي وګړي ول.

دوی وايي، په دې حملو کې د یوه ماشوم په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي. خو امنیه قومندان د دوی دعوې ردوي او وايي، شواهد او اسناد لري چې دا د داعش وسله وال ول. وسله والو او په افغانستان کې نړیوالو ځواکونو د دې حملو په اړه لا څه نه دي ویلي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG