د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د ایران په باب امریکايي تګلاره اعلانوي


سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن ماښام د ایران په اړه د امریکا پالیسي اعلانوي چې پکې به دا هم ووايي چې ایا د تهران او د امریکا په ګډون د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره په ۲۰۱۵ز کال کې لاسلیک شوې اټومي موافقه تصدیقوي او که نه؟

اټومي موافقه چې د ایران، امریکا، برتانیا، فرانسې، روسیې، چین او جرمني تر منځ شوې وه د تهران پر اټومي پروګرام محدودیتونه لګوي چې په بدل کې یې پر هغه هېواد اقتصادي بندیزونه نرم شول.

امریکايي چارواکي وايي، ټرمپ به په خپله وینا کې پر ایران سخت انتقاد وکړي او و به وايي چې هغه موافقه د امریکا له ملي امنیتي ګټو سره سمون نه خوري.

هغوی ویلي، ټرمپ به پر ایران د اټومي بندیزونو د بیا لګولو غږ ونکړي خو پر کانګرس به ټينګار وکړي چې پر تهران د سختو شرطونو یو قانون منظور کړي چې که هغه پوره کړي نو د بندیزونو له نرمۍ څخه ګټې اخیستو ته به دوام ورکړای شي.

ټرمپ او د هغه د حکومت چارواکو په بیا بیا ویلي دي چې کېدای شي ایران د اټومي موافقې د شرایطو پابندي کوي خو په عمل کې دې ته ((وفاداره)) نه دی ځکه چې د بیلېسټېک توغندیو او داسې راکټونو ازموینې یې کړې دي چې اټومي وسلې وړلای شي او د منځني ختیځ د هېوادونو په چارو کې مداخله کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG