د لاسرسي ځای

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت وايي، په تېرو نهو میاشتو کې په افغانستان کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله کمه شوې ده. یوناما تېر مازیګر په خپل تازه رپورټ کې ویلي، د روان کال په نهو میاشتو کې په افغانستان کې ۸۰۱۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د تېر کال د همدې مودې پرتله پکې کمی راغلی دی.

رپورټ البته وايي چې له جنورۍ څخه تر سېپټېمبره، د افغان او نړیوالو ځواکونو په هوايي بمباریو کې ۴۶۶ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. رپورټ زیاتوي، په دوی کې ۶۰ فیصده ښځې او ماشومان دي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش بېګا مشال راډیو ته وویل، په هوايي بریدونو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې لامل دا دی چې وسله وال د خلکو په کورونو کې پټېږي او له هغوی څخه د سپر په توګه کار اخلي. یوناما په خپل رپورټ کې د ۶۰ فیصده ملکي تلفاتو پړه پر وسله والو اچوي. وسله والو د دې رپورټ په اړه لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG