د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا او پاکستان چارواکي پر افغانستان او سیمه ږغېدلي


د خبرپاڼې ترمخه د پاکستان پلاوي مشري خارجه سېکرېترې تهمينه جنجوعه او د امريکايي پلاوي مشري د ولسمشر ټرمپ مرستیالې او د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د ملي سلامتۍ شورا مشرې ليزا کرټس کوله.

د پاکستان د خارجه دفتر له خوا د پنجشنبې په ماښام جاري شوې يوه خبرپاڼه کې ويل شوي چې د پاکستان په دوره تللي امريکايي پلاوي او پاکستانيو چارواکو سره لیدلي چې پکې د پاکستان او امريکا ترمنځ د افغانستان او سوېلي ايشيا لپاره جوړې پاليسۍ وروستو د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو خبرې اترې شوې دي.

د خبرپاڼې ترمخه د پاکستان پلاوي مشري خارجه سېکرېترې تهمينه جنجوعه او د امريکايي پلاوي مشري د ولسمشر ټرمپ مرستیالې او د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د ملي سلامتۍ شورا مشرې ليزا کرټس کوله.

په امريکايي پلاوي کې په اسلام اباد کې د امريکا سفير اېلس وېلس، د دفاع ځایناستی مرستيال سېکرېتر ډېوډ هېلي او د امريکا بهرنیو چارو وزارت، دفاع او د اسلام اباد سفارت غړي مله ول.

خبرپاڼه زياتوي چې د افغانستان شخړې په اړه پاکستان يو وارې بيا خپل دريځ تکرار کړو چې دوی د افغانستان د شخړې د سياسي حل لپاره د افغانستان په مشرۍ د هرې هڅې ملاتړ کوي.

امريکايي پلاوي ته د پاکستاني چارواکو په دې وروستيو کې د کابل د دورې په اړه هم معلومات ورکړی شو.

په دغه ملاقات کې خارجه سېکرېترې و امريکايي پلاوي ته د پاکستان له خوا د ترهګرۍ ضد له روانو عملياتو خبر کړو او د دې ترڅنګ د پولې پورې پلو په بريدونو يې خپلې اندېښنې ورسره شريکې کړې.

خبرپاڼه ليکي چې امريکايي پلاوي د داوړو هېوادونو ترمنځ اړېکو باندې زور ورکړو چې داسې ګډې موخې، په افغانستان او منطقه کې ثبات ترلاسه کولی شي.

دواړه خوا د شريکو اهدافو ترلاسه کولو لپاره په هر ډول همکارۍ سلا شوي.

بلخوا د امريکا سفارت وايي چې د امریکايي پلاوي غړي به د پاکستان بهرنيو چارو وزير خواجه محمد اصف سره هم ويني.

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو چارواکيو د اګست په مياشت کې د ولسمشر ټرمپ د تګلارې تر اعلان وروسته د ترینګلیو اړيکو د سمولو په باب خبرې اترې پيل کړې دي.

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تګلارې د اعلان پر وخت پر پاکستان غږ کړی وو چې پر خپله خاوره د مشکوکو وسله والو پټنځايونه له منځه يوسي خو اسلام اباد په غبرګون کې ويلي وو چې د ولسمشر ټرمپ په نوې پاليسۍ کې د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال د پاکستان د ورکړل شويو قربانيانو ذکر نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG