د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانس او پورتګال د فوټبال نړیوال جام لوبو ته وختل


فرانس او پورتګال د ۲۰۱۸م کال د فوټبال نړیوال کپ ته رسېدلي دي خو هالېنډ او امریکا ناکامه شوي دي.

فرانس د سېشنبې په ورځ بېلاروس ته په دوه یو ماته ورکړې او په اې ګروپ کې یې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

پورتګال بیا سویټزرلېنډ ته په دوه صفر ماتې ورکړې او په بي ګروپ کې یې مهم ځای ګټلی دی.

هالېنډ ته په کار وه چې له سویډن څخه یې لوبه د صفر په مقاله کې په اووه ګوله ګټلې وای خو یوازې په دوه ګوله کولو کې بریالی شو.

امریکا بیا پر ټرینیډاډ اینډ ټوبېګو څخه په دوه یو ماتې وخوړه او د نړیوال کپ له بهیره ووته.

د فټ بال نړیوال کپ د ۲۰۱۸م کال د جون له ۱۴مې د جولايي تر ۱۵مې په روس کې ترسره کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG