د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د کاتالونیا مشر دې د ازادۍ اعلامیې سپیناوی وکړي'


د سپېن وزیراعظم ماریانو راخوی د نیمه کورواکې سیمې کاتالونیا له مشره رسمي سپیناوی غوښتی چې خپلواکي یې اعلان کړې ده که څنګه؟

ښاغلي راخوی پر ۱۱م اکتوبر د کابینې تر ځانګړې غونډې وروسته وویل، د سپېن حکومت ته د نورو ګامونو تر اخېستو مخکې سپیناوی پکار وو.

د کاتالان مشر کارل پویديمن پر ۱۰ اکتوبر وویل، د لانجمنې ټولپوښتنې پایلو د هغه حکومت ته واک ورکړی چې کاتالونیا یو خپلواک هېواد اعلان کړي. نوموړي هغه سند هم لاسلیک کړ چې عنوان یې وو، د کاتالونیا استازیو اعلامیه.

د هسپانیې وزیراعظم راخوی په تېلیویژني وینا کې وویل، هغه د کاتالونیا له مشر کارل پویدیمنه غوښتي، د دې خبرې پخلی دې وکړي چې ایا خپلواکي یې اعلان کړې؟ نوموړی وايي د ایین ۱۵۵ مې مادې پر بنسټ د هر ډول ګام اوچتولو مخکې سپیناوی پکار دی.

د کاتالونیا مشر کارل پویدمان په سېشنبه په خپله وینا کې چې تر ډېره همداسې ګڼل کېده وویل، د اکتوبر په لومړۍ نېټه شوې بریالۍ ټولپوښتنې کاتلانیا ته دا حق ورکړ چې له سپېنه د بېلېدو بهیر پیل کړي.

خو هغه وړاندیز وکړ سیمه ییز پارلمان دې "د خپلواکۍ اعلامیې اغېز په ځنډولو خبرې اترې پیل کړي. "

کارل پویدمان چې څنګه وینا پای ته ورسوله نو تر ټولو وړاندې یې د کاتالونیا د استازیو اعلامیه نومېدونکي سند لاسلیک وکړ. په لسګونه نورو بېلتونپالو پارلماني غړیو هم دا اعلامیه لاسسلیک کړه.

د سپېن په پلازمېنه مډریډ کې مرکزي حکومت دا هرڅه رد کړي.

د کاتالونیا نېږدې دوه اعشاریه درې میلیونه وګړو چې په شمال-ختیزه سیمه کې ۴۳ فیصده رای-لرونکي جوړېږي په ټولپوښتنه کې برخه واخېستله. سیمه ییز چارواکي وايي، ۹۰ فیصدو یې د "هو" رایې اچولې او نتیجې یې روا یا قانوني بللې. د ټولپوښتنې مخالفینو ویلي چې دوی په رایو کې له برخې اخېستو بایکاټ کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG