د لاسرسي ځای

د بلوچستان په جهل مګسي ضلع کې د زیارت په ورځ پر یوه مزار د شوي برید په نتیجه کې د وژل شویو شمیر ۲۴ ته رسیدلې ده.

یو پولیس چارواکي محمد اقبال د شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، اوس هم په روغتونو کې شل تنه تر درملنې لاندې دي چې پکې د روغتیا حالت د اندیښنې وړ دی.

د جهل مګسي ډپټي کمشنر اسد الله خان کاکړ مشال راډيو ته ویلي وو چې دا ځانمرګی بريد د فتح پور درګاه په دروازه کې شوې وو او په هغه وخت کې په درګاه کې ډېر خلک راټول شوي وو.

وسله والې ډلې داعش د برید ذمه واري منلې ده.

XS
SM
MD
LG