د لاسرسي ځای

د کرغیزستان مرستیال وزیراعظم په یوې ټرافیکي پېښه کې وژل شوی دی

د کرغیزستان حکومت د مشال راډیو کرغیز څانګې ته پخلی کړی چې د ۳۸ کلن تیمور قادروف موټر د شنبې په ورځ د بیشکیک په لویدیځ کې کې له یو ټرک سره ټکر خوړلی چې په نتیجه کې يې نوموړی تر سخت ژوبل کیدو وروسته مړ شوی دی.

د تیمور قادروف موټر چلونکی او سلاکار هم په پيښه کې وژل شوي دي.

قادروف ته د کرغیزستان وزیراعظم د اکتوبر پر ۱۵مه نیټه د کیدونکو انتخاباتو د تیاریانو د څار دنده ورکړې وه.

د اکتوبر پر ۱۵مه په کرغیزستان کې د تلونکي ولسمشر الماس بیګ اتم بایوف د ځای ناستي لپاره انتخابات کیږي.

XS
SM
MD
LG