د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: فاټا دې د خېبر پښتونخوا برخه وګرځول شي


د جمعیت علماء اسلام سمیع الحق ‌ډلې له خوا شوې جرګې له حکومته غوښتنه کړېده چې قبایلي سیمې دې د ۲۰۱۸م کال تر انتخاباتو وړاندې په خیبر پښتونخوا ګډې کړي.

د سېشنبې په ورځ په پېښور کې تر سره شوې دې جرګې پر حکومت غږ کړی چې د قبایلي سیمو انتظامي او سیاسي واک دې د خیبر پښتونخوا وزیراعلی ته ورکړل شي.

د جمعیت علماء اسلام س ډلې مشر مولانا سمیع الحق ‌وویل ، دوی ټول پر دې خبره سلا شوي چې د قبایلي سیمو د ستونزو هواری په دې کې دی چې په خیبر پښتونخوا ور ګډې کړل شي.

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی پرویز خټګ غونډې ته په وینا کې وویل ، قبایلي ولس باید ټول راپورته شي او دوی به ورسره کلک ودرېږي.

د پرویز خټګ په وینا ، که چېري قبایلي ولس په یوه خوله له خیبر پښتونخوا سره د یو ځای کېدو غوښتنه وکړه نو یې څوک مخه نشي نیولای.

په دې غونډه کې د عوامي نشنل ګوند ، قومي وطن ګوند ،پاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامي د مخکښانو تر څنګ یو شمېر قبایلي مشرانو او زده کوونکو هم ګډون کړی وو.

د قبایلي سیمو د راتلونکي آییني حثیت په اړه تر دې وړاندې هم څو ځله ټول ګوندیزې غونډې شوې دي.

د پاکستان د سیاسي او مذهبي ګوندونو تر څنګ په خپله د قبایلي سیمو مشران او ولس هم پر دوو برخو وېشلی دی.

یوه غاړه غوښتنه کوي چې قبایلي سیمې دې زر تر زره په خیبر بښتونخوا ورکډې کړل شي او بله غاړه بیا وايي چې د دې سیمو په اړه تر هر ډول پرېکړې وړاندې باید لومړی د دې سیمو له ولس څخه تپوس وشي.

د پاکستان مرکزي حکومت په وار وار ویلي چې دوی به په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو بهیر په پنځو کالونو کې تر سره کوي.

XS
SM
MD
LG