د لاسرسي ځای

د سپېن (هسپانيا) د کاتالونیا سيمې په ټولپوښتنه کې له ۹۰ فيصدو څخه زیاتو خلکو د له سپېن څخه د بېلتون په حق کې رایې ورکړي دي. د سپېن حکومت دا ټولپوښتنه ناقانونه ګرځولې وه.

پرون د ترسره شوې ټولپوښتنې د لومړنیو نتیجو وروسته د کیتالان ولسمشر کارلس پوجدمان په یوې ټیليویژني وینا کې وویل چې حکومت به یې راتلونکو څو ورځو کې د ټولپوښتنې د رایونتیجې د کاتالان پارلیمان چې د دوی د خلکو د حاکیمت د حق څرګندونه کوي، ته وسپاري چې دا شان پارلیمان د ټولپوښتنې د قانون په چوکاټ کې عمل وکړي.

له دې وړاندی د بیړنیو خدماتو ادارې ویلي وو چې د ټولپوښتنې پر مهال د پولیسو او خلکو تر منځ په نښته کې ۸۴۴ کسان زخمیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG