د خېبر پښتونخوا د سوات پولیس وايي نن سهار د مالم جبې په تمبټ کلي کې د امن کمیټې پر غړې چاودنه شوې چې پکې یو تن وژل شوی او دوه زخمیان دي.
د مالم جبې تاڼې مشر، اختر ایوب مشال راډیو ته وویل، د امن کمیټي غړی احمد زیب له خپل پلار او ورور سره پیاده روان وو چې ورباندې چاودنه وشوه. په پیښه کې د احمد زیب پلار وژل شوی دي. پوليس وايي چې پلټنې يې پېل کړې دي. د دې برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلی ده.
د يو بل خبر تر مخه نن د سوات مټې تحصیل په نوښاره سیمه کې وسله والو پر يو موټر ډزو کې يوه ښځه او يو سړی وژلي دي.
د مټې کالاکوټ پوليسو مشال ريډيو ته وويل چې بريد کې يوه بله مېرمن زخمي شوې ده. د پوليسو په خبره دا د ذاتي دښمنۍ پېښه ده او د بريد ګرو نيولو لپاره يې کوښښ پېل کړی دی.