د لاسرسي ځای

تازه خبر

"که د ملکي حکومت اختيار معلوم نه شي، استعفا به وکړم"


احسن اقبال
احسن اقبال

د پاکستان کورنيوو چارو وزير احسن اقبال په دې کار خفګان ښودلی چې پنجاب رينجرز ځواکونو د حکمران مسلم ليګ (ن) ګوند مشران نن د پخواني وزيراعظم نوازشريف مقدمې اورېدنې ته پرېنښودل.

احسن اقبال نن خبريالانو ته وويل دا د هر چا حق دی چې د عدالت مقدمې ته ورشي او د رينجرز ځواکونو له خوا د خلکو مخنيوی ډېر غلط کار وو.

په دې مشرانو کې پخپله احسن اقبل هم شامل وو. دوی د نوازشريف پر ضد هغې مقدمې اورېدنې لپاره راغلې وو چې پکې د اکتوبر تر نهمې اورېدنه وځنډول شوه.

د کورنيوو چارو وزير وويل چې رينجرز ځواکونو بايد عدالت ته د خلکو د تګ مخنیوی نه وی کړی. د هغه په وينا نه غواړي په داسې مهال دې يو لاس پوڅي وزير وي چې د ملکي حکومت واک نه وي معلوم

د قانون ترمخه رينجرز ځواکونه د پاکستان کورنيوو چارو وزارت لاندې دي خو مشري یې د پاکستاني پوځ افسران کوي. احسن اقبال په اسلام اباد کې خبريالانو ته د اکتوبر په دوهم تاريخ وويل بايد معلومه شي چې رينجرز ځواکونه د چا حکم پر ځای کوي. هغه وويل چې په اسلام اباد کې رينجرز ځواکونه د چيف کميشنر تر لاس لاندې دي خو د هغه امر نه دی منل شوی.

اقبال وويل: ((زه د دې خبرې له پوښتنې کولو بغير نه شم پاتې کېدلی. رينجرز ځواکونه د ملکي حکومت يعني کورنيوو چارو وزارت تر اختيار لاندې دي. زه به د دې پوښتنه کوم چې د حکومت واک اختيار چا او څنګه تر پښو لاندې کړ. هر هغه څوک چې په دې کې لاس لري، پر ضد به يې قانوني کاروايي کيږي.))

احسن اقبال زياته کړه چې دا نه شي کېدای چې د ده د لاس لاندې ځواکونه دې د نورو حکمونه عملي کوي. نوموړي زياته کړه: ((زه چې راغلم. تر پنځلسو منټو هلته وم. د رينجرز ځواکونو ځايي قوماندان راوغوښتل شو خو هغه پټ شو. دا شيان د قبلولو نه دي. که دا نه معلوميږي چې د ملکي حکومت واک څه شی دی نو زه به استعفا وکړم. زه نه شم کولی چې ګوډاګی وزير دې يم. دلته بايد يو قانون وي. دوه رياستونه او دوه واکونه نه شي چليدلی.))

نوازشريف پر ځان لګيدلي تورونه ردوي
نوازشريف پر ځان لګيدلي تورونه ردوي

نن نواز شریف په اسلام اباد کې د احتساب عدالت د احتساب قامي ادارې (نېب) په دريوو درخواستونو کې مقدمې اورېدنې لپاره وړاندې شو. نن د مقدمې پر مهال عدالت پرېکړه وکړه چې د اکتوبر په نهمه به پر نوازشريف په رسمي ډول تورنيږي. خو د نوموړي وکيل ويلي تر څو چې په دې مقدمه کې ټول اړخونه يعنې د نوازشريف د کورنۍ غړي په عدالت کې حاضر نه وي، بايد په رسمي ډول تورونه پورې نه شي.

نن عدالت د نوازشريف د زامنو (حسن نواز او حسين نواز) او د هغه زوم کيپټن محمد صفدر اعوان د نيولو لپاره ناقابل ضمانت او د نوموړي لور مريم نواز ته قابل ضمانت حکم ورکړی دی. نواز شریف د دې اوریدنې لپاره له لندن څخه پاکستان ته ستون شوی دی.

د پاکستان سپریم کورټ د جولايي په ۲۸مه نېټه نواز شریف د وزیراعظمۍ لپاره نااهله ګرځولی وو. پر هغه تور پورې شو چې نوموړي هغه تنخا د انتخاباتو کمېشن ته نه وه ښودلې چې د زوی په کمپنۍ کې يې مقرره وه خو نوموړی وايي دا تنخا یې نه وه اخيستې نو ځکه يې په کاغذونو کې ذکر نه وو کړی.

XS
SM
MD
LG