د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملي مسلم لیګ مه راجسټروئ. داخله وزارت


حافظ سعید
حافظ سعید

رویټرز خبري آژانس راپور ورکوي چې د سپټمبر په ۲۲ مه نېټه د پاکستان کورنیو چارو وزارت د پاکستان انتخاباتو کمیسیون ته په یوه لیک کې سپارښتنه کړې چې د یوه سیاسي ګوند په توګه د ملي مسلم لیګ ګوند L د ثبت غوښتنه رد کړي.

ویل کیږي ملي مسلم لیګ ګوند چې نوی جوړ شوی، له لشکر طیبه افراطي ډلې سره اړیکي لري. لشکرطیبه هغه ډله ده چې په مومبی ښار کې د ۲۰۰۸ کال د حملې په ګډون په افغانستان او هند کې د ګڼو حملو مسووله بلل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت په خپل دوه مخیز لیک کې ویلي دي چې دا وزارت د دې ګوند د نوم ثبتولو ملاتړ نه کوي. د پاکستان انتخاباتو کمیسیون او د کورنیوچارو وزارت ویندویانو د دې لیک لېږل تایید کړي دي.

متحدایالات د لشکرطیبه مشر حافظ سعید چې اوس مهال د جماعت الدعوه اسلامیه په نوم خيریه ټولنه لري یو ترهګر بولي، د مومبی د خونړۍ حملې اصلي طراح یې ګڼي او هغه چا ته چې د نوموړي په نیولو کې مرسته وکړي د لس میلیون ډالرو انعام ژمنه یې کړې. سعید اوس مهال په پاکستان کې په خپل کور کې نظربند دی او په داسې حال کې چې واشنګټن د نوموړي پر عدلي او قضايي تعقیب ټینګار کوي د اسلام آباد زړه نازړه دریځ په تېره یوه لسیزه کې له پاکستان سره د هند او امریکا د اړیکو د ترینګلتیا یو علت دی.

د پاکستان د کورنیوچارو وزارت په خپل مکتوب کې د انتخاباتو کمیسیون ته لیکلي چې ملي مسلم لیګ او لشکر طیبه او ورسره تړلې خیریه ټولنې جماعت دعوه او فلاح الانسانیت بنسټ له یوې ایډیالوژیکې سرچینې څخه خړوبیږي.

د ملي مسلم لیګ یوه ویاند له هرې ممنوع ډلې سره د ملي مسلم لیګ ګوند اړیکي رد کړل. تابش قیوم رویټرز خبري آژانس ته وویل چې د کورنیوچارو وزارت مکتوب غیرقانوني دی. قیوم زیاته کړه، د دوی ګوند کوم بس یا ټرک نه دی چې ثبتولو ته اړ وي.

آژانس د ځینو سیاسي څارونکو او د پوځ د یوه پخواني جنرال له قوله لیکي چې وايي، د پاکستان په سیاسي ډګر کې ملي مسلم لیګ ته ځای ورکول د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې آی اس آی د هغه پلان یوه برخه ده چې د دوی په وینا هدف یې سیاسي ډګر ته د پاکستاني طالبانو د مخالفو ډلو رابلل او له دې لارې له تشدد څخه د هغو اړول دي.

دې څارونکو رویټرز ته ویلي چې د پاکستان د کورنیوچارو وزارت دا مکتوب د آی اس آی له دریځ سره په تضاد کې دی.

XS
SM
MD
LG