د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سعودي کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړل شوه


د سعودي عرب پاچا د یو امر په خپرولو سره په لومړي ځل په خپل هیواد کې مېرمنو ته د موټر چلولو اجازه ورکړې ده. دا امر د سېشنبې په ورځ د سعودي عرب پر سرکاري خبري اژانس – ایس پي اې – خپور شوی دی.

فرمان کې ویل شوي چې د دې لپاره دې یو وزارتي کونسل جوړ شي چې په یوه میاشت کې به شاهي ماڼۍ ته سلا مشوره ورکوي او دا ګام به د راتلونکي کال تر جون میاشتې عملي کېږي.

سعودي عرب تر اوسه د نړۍ هغه یوازېنی هیواد وو چې پکې د مېرمنو پر موټر چلولو بندیز وو.

په دې هیواد کې د مېرمنو د حقونو لپاره مبارزه کوونکو له ۱۹۹۰مې لسیزې راهيسې د دې لپاره هلې ځلې کولې چې مېرمنو ته د موټر چلولو اجازه ورکړل شي.

د سعودي عرب یو له تر ټولو نيږدي ملګرو امریکا د دې ګام هرکلی کړی او دا یې پر سم لورې یو لوی ګام بللی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG