د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې دوو چاودنو دوه عسکر ژوبل کړي


کورمه کې د پولټيکلۍ چارواکي وايي، دغه چاودنې د چار شنبې په ورځ شاوخوا ۱۱ بجې په شرکو کې وشولې.

یوه انتظامي چارواکي د نوم ښودلو په ژمنه، مشال راډیو ته وویل، په سیمه کې د سړک پر غاړه باروت ښخ کړل شوي ول چې د امنیتي سرتېرو په ګاړي پسې وچاودېدل او دوه عسکر یې برسېرن ټپیان کړي.

هغه وویل، تر دغې چاودنې پس هلته یو بله چاودنه وشوه خو په هغه کې هېڅ زیان نه دی اوښتی.

انتظامي چارواکيو ویلي، داسې مالومیږی چې د امنیتي سرتېرو په ګاړي پسې لومړۍ چاودنه ښايي په ریموټ کنټرول شوې وي.

هغه زیاته کړه چې په سیمه کې نور هم بمونه ښخ کړل شوي دي چې د هغو لپاره عملیات روان دي.

هغه دا هم وویل، هلته یو بم ورته میلاو شوو چې هغه یې تر چاودېدو مخکې ناکاره کړی دی.

د ده په خبره، دا ټول سرتېري د فرنټيېر کور له ۱۱۴ وینګ سره تعلق لري.

انتظاميي چارواکي ترمخه، زخمیان یې روغتون ته د علاج لپاره رسول شوي دي.

د دغو پیښو ذمه واري تراوسه هېچا نه ده منلې.

له ډیورنډ کرښې سره نېزدې شرکو د کوزې کورمې په حدودو کې راځي چې وړاندې هم پکې پر امنیتي سرتېرو وسله وال بریدونه شوي دي.

سږ کال په جولايي میاشت کې هلته په پرله پسې درې بمې چاودنې شوې وی چې پکې درې امنیتي سرتېري مړه او څلور نور زخمیان شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG