د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي ، له پاکستان او ایرانه د افغانانو ستنېده دوام لري


افغان کډوال (پخوانی عکس)
افغان کډوال (پخوانی عکس)

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداره (اي او ایم) وايي په تیره یوه اونۍ کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۱۲۸۰۰ نارجسټر شوي افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

یادې ادارې تیره ورځ مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه شمیرو کې هغه افغان کډوال شامل دي چېد روانې میاشتې له ۱۷مې نه تر ۲۳ نیټې پورې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په دې کې له پاکستانه د تورخم او سپین بولدک له لارو ۱۳۰۷ نارجسټر شوي افغان کډوال ستانه شول.

د چارواکو په وینا ، دا راز په روان کال کې تر اوسه ۸۶۸۰۱ افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداره همدا راز وايي چې په تیره یوه اونۍ کې له ایرانه هم ۱۱۵۴۷ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شول.

د یادې ادارې په وینا له ایران او پاکستانه ستنیدونکو افغان کډوالو کې ځینې په خپله خوښه ستانه شوي او ځینې یې په زور له یادو هېوادونو لیږل شوي دي.

پاکستان له تېر څه باندې یو کاله راهسې هلته پر مېشتو افغان کډوالو څارنه لا پسې زیاته کړې او د تګ راتګ لپاره یې ورته د ویزې شرط ټاکلی دی.

پاکستاني چارواکي وايي چې پر تورخم او سپین بولدک لارو د ویزو او پاسپورټونو شرط د دې لپاره اېشودل شوی دی چې د دوی په وینا د وسله والو د تګ راتګ مخه ونیول شي.

د پاکستان پوځ پر ډیورنډ کرښه خپلې خوا ته کنده هم کیندلې او هم یې هلته اغزن تار لګول پیل کړي دي د کوم چې افغان چارواکو مخالفت کړی دی.

د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشت خلک وايي چې د پاکستاني حکومت او پوځ دې وروستیو سختو دوی ته ډېر مشکلات جوړ کړي دي.

د دوی په وینا ، نه یوازې له خپلوانو سره تګ راتګ نشي کولای بلکې پر کاروبارونو یې هم ډېر اغېز شوی دی.

پاکستاني چارواکي په غبرګون کې وايي چې د دې کړنو هدف یې یوازې او یوازې دا دی چې د امنیت په ټینګولو کې مرسته وشي.

XS
SM
MD
LG