د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جرمني کې انتخابات


انګیلا میرکل له مهمو کاندیدانو څخه ده، د سوشل ډیموکریټک پارټۍ Martin Schulz سره یې مقابله ده.
انګیلا میرکل له مهمو کاندیدانو څخه ده، د سوشل ډیموکریټک پارټۍ Martin Schulz سره یې مقابله ده.

په جرمني کې نن ( یکشنبه) خلک په عامو انتخاباتو کې خپلې رایي استعمالوي. تمه ده چې د دغه هیواد لومړۍ وزیره انګېلا مېرکل به د څلورم وار لپاره په رايو کې بری ترلاسه کړي. مېرکل له ۱۲ کلونو راهېسې په واک ده او د مخافظه کاره اتحاديه کې شاملو کانديدانو سره یي مقابله ده.

په دغو انتخاباتو کې چې د رایو مرکزونه نن سهار پرانستل شوي دي،له دویم نړیوال جنګ وروسته د لومړي ځل لپاره یوسخت دریځه ښی لاسي ګوند پارلمان ته لاره پیدا کړې ده.

سره له دې چې د تیرې اونۍ په اوږدو کې د مېرکل ملاتړ لږ څه کم شوی دی، خو نظر پوښتني څرګندوي چې د نوموړې ملاتړ د ۳۴ او ۳۷ فیصدو په منځ کې دی. د دې ترڅنګ د سوشل ډيموکريټ ملاتړ ۲۱ او ۲۲ فيصده دی.

انګېلا مېرکل پرون په برلین کې خپلو پلویانو ته وویل چې ډېر خلک به د انتخاباتو په وروستیو ګړیو کې فیصله کوي چې کوم لوري ته رایې ورکړي، نو له دې امله ضروري ده چې د هغو خلکو رايي اخستو لپاره هڅې جاري وساتل شي چې وروستۍ پرېکړه یې نه ده کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG