د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین: د لویې لارې ښویېدو پېښه کې ۳۶ کسان وژل شوي دي


د مې پر لومړۍ په اخیستل شوي دې انځور کې د چین د لویې لارې ړنګه شوې برخه ښکاري.
د مې پر لومړۍ په اخیستل شوي دې انځور کې د چین د لویې لارې ړنګه شوې برخه ښکاري.

په چین کې د یوې لویې لارې د یوې برخې د ړنګېدو له امله ۳۶ کسان وژل شوي دي.

فرانس پرېس اژانس د مې پر دويمه د چین د دولتي اژانس شینهوا په حواله خبر ورکړی دی چې په هغه پېښه کې شاوخوا ۳۰ کسان ژوبل شوي هم دي.

په ګوانګ ډانګ ولایت کې هغه لویه لاره د یوې تپې په لمن کې تېره شوې چې د مې پر لومړۍ نېټه یې په ښویېدو شاوخوا ۱۸ ګاډي کندې ته لوېدلي دي.

اژانس د دولتي رسنیو په حواله وايي چې د لویې لارې یوه برخه د سختو بارانونو له وجې ړنګه شوې ده.

په راپورونو کې راغلي چې مرګژوبله ځکه زیاته ده چې یوشمېر ګاډو کندې ته له پرېوتو سره سم اور واخیست.

XS
SM
MD
LG