د لاسرسي ځای

ايران وايي د يو نوي بېلېسټېک ميزايل کاميابه ازماينه يې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن تهران ته دهړکه کړې چې دوي پر دې مسله ایټومي تړون ختمولو ته چمتو دي.

د ايران سرکاري رسنيو د دې بېليسټېک ميزايل د تجربې هغه ويډيو خپره کړه کومه چې په لومړي ځل پرون په تهران کې د لوړې کچې د پوځي پريډ پر مهال ښودل شوې وه.

رسنۍ وايي دا د دوه زره کلوميټره پورې فاصله وهونکې درايم ايراني ميزايل دی.

سرکاري رسنيو دا نه دي ويلي چې ازماينه کله ترسره شوې خو ايرانيو چارواکو پرون ويلي و چې دا تجربه به ډېره زر ترسره کړل شي.

واشنګټن چې په ايران يې يو اړخيزه بنديزونه لګولي وايي د ايران بېليسټېک مزايل ازموينې د ملګرو ملتو له هغه قرارداده سرغړونه ده ، کوم چې د ايران او نړۍ شپږو طاقتونو ترمنځ په ۲۰۱۵ م کال شوی اټومي تړون تاييدوي.

امريکا پر ايران غږ کړی چې د بېلېسټېک ميزايل پورې اړه لرونکي داسې فعاليتونه دې نه کوي چې د اټومي وسلو وړلو صلاحيت لري.

خو ايران وايي چې ميزايل يې د اټومي وسلو وړلو صلاحيت نه لري.

XS
SM
MD
LG