د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو د پاکستان لوړپوړی پوځي وژلی دی


پخوانی عکس
پخوانی عکس

چارواکي وايي وسله والو د پاکستاني امنيتي ځواک يو لوړ پوړی چارواکی، لېفټېننټ ارسلان عالم وژلی دی.

د خيبر ايجنسۍ انتظامي چارواکو مشال راډيو ته وويل چې د شنبې په غرمه د تیرا په راجګل کې وسله والو د پاکستانیو امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته بريد وکړ چې په نتیجه کې يې ياد چارواکی ووژل شو.

دوي ادعا کوي چې په ځوابي کاروایي کې يې درې وسله وال وژلي دي. د پاکستان پوځي چارواکي تور پورې کوي چې وسله والو دغه برید د افغانستان له خاورې کړی خو افغان حکومت پر دې اړه څه نه دي ويلي.

د ستمبر په ۱۵ مه هم د پاکستان امنيتي چارواکو ويلي و چې د افغانستان له خاورې د دوی پر سرحدي ځواکونو بريد کې د پاکستان اته سرتیري او یو ځایي ماشوم ژوبل شوي و خو افغان چارواکو ويلي و چې دغه بريد دوي پورې تړاؤ نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG