د لاسرسي ځای

تازه خبر

پپلز ګوند د پرویز مشرف تورونه رد کړي


پاکستان پیپلز ګوند د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف دا تور رد کړی چې ګواکې اصف زرداري د خپلې مېرمنې او پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بوټو په وژنه کې ککړ دی.

د پیپلز ګوند یوه مخکښ او په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر خورشید شاه تېر ماښام په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، پروېز مشرف ۱۰ کال وروسته دا خبرې ولې کوي.

ده وویل، پروېز مشرف ته پخوا په کار وه چې دا یې په ډاګه کړې وای چې د پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري، د تحریک طالبان پاکستان له پخواني مشر بیت الله مسود سره تعلقات لرل. خورشید شاه زیاته کړه چې دوی پخوا شکي ول خو اوس باوري دي چې مشرف د بېنظیر بوټو په وژنه کې لاس لري.

تر ده مخکې پروېز مشرف پر فېسبوک په یوه ویډیويي وینا کې تور پورې کړ چې اصف زرداري د طالبانو له پخواني مشر بیت الله مسود سره رابطې لرلې او خپله ښځه یې ووژله.

بېنظیر بوټو د ۲۰۰۷ز کال د ډېسېمبر پر ۲۷مه په راولپېنډۍ کې تر یوې جلسې وروسته په برید کې ووژل شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG