د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د پښتو درې ورځنی نړیوال سیمینار پيل شوی


په کوټه کې د پښتو اکېډمۍ له خوا له نن څخه د پښتو درې ورځنی نړیوال سیمینار پیل شوی دی.

د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزی د سیمینار پرانستونکې غوندې ته په وینا کې وویل چې د پښتانه کلتور څرګندوي چې دوی له ترهګرۍ او نسل پرستۍ لرې خلک دي.

هغه وویل، پښتانه باید پر خپله خاوره د امن لپاره په ګډه کار وکړي

د پښتو اکېډمۍ مشر سید خیر محمد عارف په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې په دې نړیوال سیمینار کې به په امریکا کې د یوولسم سپټمبر له ترهګرو بریدونو وروسته - د پښتو ژبې ، ادب او کلتور پر فکري او تخليقي يون بحثونه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG