د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبي وزیرستان کې چاودنې یو ځوان ټپي کړی


په جنوبي وزيرستان کې تر مځکې لاندې ښخ شوي ماين په چاودنه کې یو ځايي ځوان ژوبل شوی دی.

پېښه تېره ورځ ماسپښين د سروېکي تحصيل په تنګړي سيمه کې هغه وخت رامنځ ته شوه کله په شګو کې پټ ماين پر ۲۵ کلن ځوان حبيب الله وچاودېدی.

نوموړی د ډېره اسماعيل خان په لوی روغتون کې داخل کړل شوی او ډاکټرانو پښه ورڅخه پرې کړې ده.

نوموړي نن مشال راډيو ته وويل چې په سيمه کې يې يو شمېر ماينونه پراته دي چې حکومت او امنيتي ځواکونه يې د پاکولو غم نه خوري.

د سيمې د ولس په وينا په جنوبي وزيرستان کې په دا وروستيو کې د ماينونو چاودېدو له کبله تر دې دمه ۶۳ کسان ژوبل شوي او وژل شوي دي چې اکثريت يې ماشومانې جينکۍ دي.

پوليټيکل انتظاميې نن مشال راډيو ته وويل چې په سيمه کې امنيتي ځواکونو د ماينونو شنډولو کارپېل کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG