د لاسرسي ځای

د جمعې په ورځ د لندن ښار په ځمکتل اورګاډي کې شوي دغه بريد کې ۳۰ کسان ژوبل شوي ول. چارواکي وايې دغه مشکوک تن چې شناخت يې نه دی شوی نن (شنبه) نيول شوی دی. چارواکي د پېښې پلټنو لړ کې دا يو مهم ګام ګڼي خو نور تفصيلات يې نه دي ورکړي.

برتیانیې له پروني بمي برید وروسته په هېواد کې د خطر کچه تر ټولو لوړه ساتلې ده. د جمعې په ورځ د لندن ځمکتل تمځای سره خوا ته بمي برید ۲۹ کسان ټپي کړي وو.

اسلامي دولت وسله والې ډلې پر خپلې خبرې وېبپاڼې ((عماق)) د دغه برید مسوليت منلی دی خو د لندن پولیس وايي د دغې ادعا سپیناوې لا نه دی شوی.

پولیس وايي پر ځمکه اېښودل شوي چاودېدونکي مواد په بشپړه توګه ونه چاودل خو په نتیجه کې يې اوور ولګېد او په پیرسن ګرین تمځای کې اورګاډي اور واخيست. دوی دا یو ترهګر برید ګڼلی دی.

د بريتانيې وزیراعظمې تېریسا مې د خطر کچه تر ټولو لوړه کړې ده چې د دې معنا دا ده چې کېدای شي یو بل ترهګر برید کېدونکی وي.

XS
SM
MD
LG