د لاسرسي ځای

تازه خبر

بريتانيې له لندن بريد وروسته د خطر کچه تر ټولو لوړه ساتلې


برتیانیې له پروني بمي برید وروسته په هېواد کې د خطر کچه تر ټولو لوړه ساتلې ده. د جمعې په ورځ د لندن ځمکتل تمځای سره خوا ته بمي برید ۲۹ کسان ټپي کړي وو.

اسلامي دولت وسله والې ډلې پر خپلې خبرې وېبپاڼې ((عماق)) د دغه برید مسوليت منلی دی خو د لندن پولیس وايي د دغې ادعا سپیناوې لا نه دی شوی.

پولیس وايي پر ځمکه اېښودل شوي چاودېدونکي مواد په بشپړه توګه ونه چاودل خو په نتیجه کې يې اوور ولګېد او په پیرسن ګرین تمځای کې اورګاډي اور واخيست. دوی دا یو ترهګر برید ګڼلی دی.

د بريتانيې وزیراعظمې تېریسامې د خطر کچه تر ټولو لوړه کړې ده چې د دې معنا دا ده چې کېدای شي یو بل ترهګر برید کېدونکی وي.

بلخوا د لندن ښاروال صادق خان ویلي دي چې د برید تر شا د لاس لرونکو خلکو د پېژندلو او نیولو لپاره عملیات روان دي. پولیس وايي د دې لټون لپاره د استخباراتي ادارو په مرسته په سلګونه پلټونکي کار کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG