د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې تښتول شوې فېنلینډۍ ښځه خوشې شوه


د اپرېشن مرسي په نوم خیریه ټولنې تېر مازیګر په یوه بیان کې وویل، دا ښځه د مې پر ۲۰مه له کابله تښتول شوې وه چې د پنجشنبې پر ورځ خوشې شوې ده.

د فېنلینډ د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې د دې خبر تصدیق کړی دی خو د امنیتي وجوهاتو له کبله یې د دې ښځې او د هغې سویډنۍ ټولنې نوم نه دی یاد کړی چې دې ورسره کار کاوه.

د فېنلینډ د بهرنیو چارو وزیر پرون په پلازمېنې هېلسېنکي کې خبریالانو ته وویل، له دې ښځې سره یې خبرې کړې دي او د هغې د خوشې کولو په بدل کې یې هېچا ته پیسې نه دي ورکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG