د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریس د برما پر مشرانو ږغ کړی دی چې پر روهنجیا مسلمانانو دې تشدد پای ته ورسوي.
انتونیو ګوتریس دا خبره د چارشنبې په ورځ کړې ده. هغه ویلي چې روهنجیايي وګړي له تباه کن بشري حالت سره مخامخ دی.
انتونیو ګوتریس ویلي ، دی اوس هغه ارزونه مني چې د برما په راخین ریاست کې د امنیتي ځواکونو له خوا دا عملیات د نسلي له منځه وړنې په مانا دي.
له روهنجیايي وګړو سره د روان چلن له کبله پر برما او د دې هیواد پر نوبل جایزه ګټونکې مشره انګ سان سوچي ورځ تر بلې نړیوال فشار زیاتېږي.
د بدهایانو اکثریت لرونکي راخین ریاست کې دا تشدد تېره میاشت پیل شوی وو. له هغه راهسې شاوخوا درې لکه اتیا زره روهنجیايي وګړي ګاونډي بنګله دېش ته تښتېدلي دي.
د برما حکومت وايي ، دوی عام خلک نه په نښه کوي بلکې یوازې د روهنجیا وسله والو ځواب ورکوي.